کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روسی رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې قزاقستان د اسـ.ـلامی امـ.ـارت نوم د هغو سازمانونو له لېسته ووېست، چې په دغه هېواد کې یې فعالیتونه منع دی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارټ توقایف د دغه کار لامل له اوسنی افغان حکومت سره د اقتصادی اړیکو پراختیا یاد کړی دی.
د نړیوالو چارو شنونکی دا چاره د افغان حکومت د ډیپلوماسۍ بریالیتوب بولی او زیاتوی، چې تمه شته د منځنۍ آسیا نور هېوادونه هم ډېر ژر ورته اقدامات وکړی.
د قزاقستان ولسمشر دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلی، چې کولی شی اسـ.ـلامی امـ.ـارت د منع شویو سازمانونو له لېسته وباسی.
د افغان حکومت ویاند د قزاقستان د دغه اقدام هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ