کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د وانټ وایګل ولسوالۍ ځایی خلکو ویلی، چې تېر مازیګر ناوخته د وانټ وایګل ولسوالۍ په کورونا مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
ځایی خلکو ویلی، چې دغه اورلګېدنه کې د یاد مرکز ډېره برخه سوځیدلی ده.
د ځایی مېشتو په وینا که چېرته اورلګېدنه مهار نشی، نو په څنګ کې د وانټ عالی لېسې ته هم سرایت وکړی.
د نورستان عامی روغتیا ریاست ویاند هم پېښه تایید کړې او ویلی چې د د سیمې د خلکو او ځایی مسوولینو لخوا د اور مهارولو هڅې روانې دی.
نوموړی د پېښې علت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلی چې علت به یې تر پلټنو وروسته په ډاګه شی.
یاده پېښه کې چاته مرګ – ژوبله نه ده اوښتې، خو د ځانی زیانونو په اړه راپورونه ورکړل شوی، اما کره شمېر یې تر اوسه نه دی معلوم شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ