کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملی لوبډلې د سږ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې د خپلې لومړۍ لوبې بریا له یوګاندا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر په خپل نوم کړه.
دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې مقابلې لوبډلې ته یې د شل اورونو په ترڅ کې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
د یوګاندا لوبډلې بیا د خپلې توپوهنې پاڼۍ کې یوازې ۵۸ منډې ترسره کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.
په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۷۶، ابراهیم ځدراڼ ۷۰ او محمدنبی ۱۴ منډې وکړې.
په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان پیلیزو توپوهونکو د ۱۵۴ منډو منډو ملګرتیا کړې وه.
توپ اچونه کې بیا فضل الحق فاروقی د یوګاندا هېواد ۵ لوبغاړی وسوځول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ