کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ.نیوز د خبر له مخې د مصر القاهره نیوز چینل راپور ورکړی، چې مصر د رفح له لارې د فلسطینی غاړې څخه د اسراییلی ځواکونو د وتلو پر اړتیا ټینګار کړی، څو یادې پولې ته بېرته خپلې بشری چارې پیل کړی.
القاهره نیوز د یوې لوړ پوړې امنیتی سرچینې په حواله ویلی، په قاهره کې د مصر، امریکا او اسراییلو د استازو په ګډون درې اړخیزه غونډه شوې، چې د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د رفح لارې د بیا پرانیستلو په اړه په کې بحث وشو.
د سرچینو په حواله مصری پلاوی د یادې غونډې په ترڅ کې ویلی، چې اسراییل غزې ته د مرستندویه توکو او بشری مرستو د ورتلو د مخنیوی بشپړ مسوولیت لری او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه یې وکړه، چې هره ورځ لږ تر لږه ۳۵۰ مرستندویه لارۍ دې تړانګې ته ولېږدوی.
د یادونې ده چې دغه کرښه د غزې څخه بهر د ناروغانو او ټپیانو د درملنې او د بشری او مرستندویه توکو د رسولو لپاره یوه اصلی دروازه ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ