کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندي رسنیو ته ځایي چارواکو ویلي، چې سږني دوبي کې د تودوخې څپې له سلو ډېر کسان مړه کړي او له ۲۵زرو ډېر کسان یې په ناروغۍ اخته کړي دي.
د خبر پر بنسټ د هند په یو شمېر ښارونو کې له هغې ډلې په ډیلي کې د تودوخې درجه له مارچ میاشتې راهیسې تر ۵۰ سانتي ګرادو لوړه شوې ده.
کارپوهان وایي، اقلیمي بدلون د تودوخې د ډېر لوړوالي لامل شوی دی.
د اودېسا چارواکو ویلي، چې یوازې په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۳۰ کسان د تودوخې له امله مړه شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/