کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د متحده عربی اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د افغان حکومت د کورنیو چارو له وزیر، سـ.ـراجالـ.ـدیـ.ـن حـ.ـقانـ.ـی سره لیدلی.
د متحده عربی اماراتو خبری آژانس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، دغه لیدنه چې د ابوظبۍ په شاهی ماڼۍ کې ترسره شوې، په کې دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې د ثبات موندلو پر لارو چارو بحث کړی دی.
دا لومړی وار دی چې د اوسنی افغان حکومت تر بیا واکمنېدو وروسته د کورنیو چارو دغه وزیر له افغانستان بهر سفر کوی.
امریکا نوموړی د ترهګرو او تعقیب وړ لېست کې شامل کړی دی.
دغه سفر کې له نوموړی سره د استخباراتو رییس او انـ.ـس حـ.ـقـ.ـانـ.ـی هم ملګری وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ