معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان چاپېریال له ګواښ سره مخامخ شوی

د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان چاپېریال له ګواښ سره مخامخ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنو هېوادونو څخه دی.

د ده په خبره دغه هیواد کې باید د احتمالي پېښېدونکو زیانونو لپاره تابیاوې له وړاندې ونیول شي.

نوموړې دغه راز په پیغام کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان چاپېریال په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان ښکلی او ځانګړی چاپېریال له ګواښ سره مخامخ شوی دی

روزا اتنبایوا ویلي، دا چې افغانستان د اقلیمي بدلون څخه زیانمن شوی دی، په دې اړه یې تر نړیوالو غږ رسولی، چې افغانستان له دغه حالته وژغورل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس