کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۷سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تدارکاتو ملی کمېسیون خپله نوبتی ناسته کې ۱۴ پروژې منظورې کړې دی.
د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال پر مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون دغه نوبتی غونډه کې ۲۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.
د خبر پر بنسټ د دغو وړاندې شویو پروژو له ډلې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شوی دی.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسی بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنایی وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځینو مهمو سړکونو اساسی جوړول او یو شمېر نورې پروژې شته، چې د افغان حکومت له لوری تمویلیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ