کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۷سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام مشر ور سره ژمنه کړې، چې له مرکزی بانک سره به همکاری کوی
د افغانستان مرکزی بانک ادارې د سټیفن روډریګز په حواله لیکلی، چې ملګری ملتونه د افغانستان له مرکزی بانک سره د بانکدارۍ، د اسلامی بانکدارۍ د پراختیا، د الکترونیکی تذکرو او یو شمېر نورو برخو کې همکاری کوی.
تر اوسه د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام له سرپرست حکومت سره د دغه پروګرام د مشر د ژمنو په اړه څه نه دی ویلی
د افغانستان بانک مسوولین په داسې حال کې خلکو او سوداګرو ته د امکاناتو د برابرولو خبر ورکړی، چې پرون په کندهار کې د اسعارو د سوداګریز مارکیټ صرافانو ویلی وو، چې د دغه بانک له لوری د جوازونو په برخه کې نوی سخت شرایط نه شی پوره کولی او دغه لوی سوداګریز مارکیټ له کړکېچ سره مخ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ