ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد خان شکیب د پاکستان د رېل پټلۍ له محمداعظم خان سواتی سره لیدلی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایی چې، په دې لیدنه کې د سیاسی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د چمن او بولدک ترمنځ د رېل پټلۍ د جوړېدو په اړه هم خبرې شوی.
سواتی ویلی، هېواد یې هڅه کوی چې د یادې پټلۍ چارې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې پای ته ورسوی.
افغان سفیر ویلی، چې اسلامی امارت د رېل پټلۍ اړوند پروژو د چټک پرمخ بیولو ته ځانګړې پاملرنه کوی او وایی چې دا موضوع به د حکومت له مشرانو سره شریکه کړی.
د احمد خان شکیب په وینا اسلامی امارت هڅه کوی چې دواړه هېوادونه درېل پټلۍ له لارې سره ونخلوی.
گهیځ