کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې نن شنبه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د اورښتونو، سېلابونو، تالندې برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، ډایکنډی، غزنی، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملی مترو پورې وی.
خبرپاڼه کاږی، چې په لویدیځو او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د بادونو، دوړو او خارو د پېښېدو اټکل هم شته، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره وی.
د غویی یا ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې د سلګونو کسانو د مرګ – ژوبلې ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالی زیانونه اړولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ