کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې نن په تهران کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران هېوادونو د استازو په حضور سره د مسکو فارمټ شپږمه غونډه جوړه شی.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلی وو، چې په دې غونډه کې به د دوحې دریېمې غونډې لپاره د چمتوالی په تړاو بحثونه وشی.
په دغه غونډه کې د افغان حکومت د استازی ګډون تر اوسه نه دی روښانه شوی.
په تهران کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړیږی، چې ټاکل شوې تر راتلونکو دریوو اونیو د افغانستان په اړه د دوحې دریېمه غونډه هم جوړه شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ