افغانستان روان شل اوریز نړیوال جام کې په لومړی ځل نیوزلینډ مات کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې د نړیوال شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې خپله دوهمه لوبه له نیوزلېنډ څخه په لوی توپیر وګټله.

دغه سیالی چې د کابل پر وخت سهار څلور بجې پیل شوې وه، نیوزیلینډ په کې د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه. افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې مقابل لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.

د نیوزلېنډ ټول لوبغاړی په ۱۵.۲ اورونو کې د ۷۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۸۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

په افغان توپ اچونکو کې بیا لوبډلمشر راشدخان ۴ لوبغاړی وسوځول، هغه چې د یوګانډا پر وړاندې هم په وروستیو دوه توپونو دوه لوبغاړی سوځولی وو. او په دې لوبه کې یې په لومړی توپ لوبغاړی وسوځاوه، په شل اوریز کرکټ کې یې بل هېټریک هم په خپل نوم ثبت کړ.

دغه راز فضل حق فاروقی هم ۴ لوبغاړی وسوځول او په دوه سیالیو کې د ۹ وېکټو په ترلاسه کولو سره په روان ټورنمنټ کې تر ټولو مخکې دی.

افغانستان به خپله درېیمه سیالی د پی‌این‌جی د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.