کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ویلی، چې د هېواد د نفتی توکو له اړخه ۱۰ تر ۱۵ سلنه اړتیا د امو نفتی حوزې له قشقری بلاک څخه تامینیږی او پاتې نور هغه یې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو واردیږی
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد پر نفتی کانونو پانګونې ته په نغوتې سره وایی، چې دمګړۍ د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت نفتی توکی هېواد ته واردیږی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې افغانستان څه باندې دوه سوه زره کیلو متره مربع سیمه کې نفتی او د ګازو سرچینې لری او دمګړۍ د امو نفتی حوزې په قشقری بلاک کې د نفتو را ایستل روان دی چې د هرات نفتی حوزه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره داوطلبۍ ته هم وړاندې شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ