له تاجکستانه د راغلې برېښنا موده یو کال نوره هم و غځول شوه

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) د افغانستان برېښنا شرکت وایی، له تاجکستان څخه یې د واردېدونکې برېښنا موده د راتلونکی یو کال لپاره نوره هم غځولې ده.
یاده اداره وایی، له یاد هېواد سره یې په تازه لاسلیک کړی قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادی کال تر پایه پورې غځولې ده.
د برېښنا شرکت په خبره، د برېښنا شرکت اجرایوی رییس له مل پلاوی سره تاجکستان ته د یوه رسمی سفر په ترڅ کې د برق تاجیک شرکت له رییس اسماعیل زاده سره په لیدنه کې د ۲۰۲۲ میلادی کال تر پایه د برېښنا قرارداد لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې، د ژمی په رارسېدو سره په هېواد کې د برېښنا پرچاوی یو ځل بیا ډېره شوې ده، هېوادوال په ځانګړی ډول کابل ښاریان شکایت کوی چې په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه په شمار اته ساعته هم برېښنا نه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.