ګهیخ: نن سې شنبه (د مرغومی ۷مه) د افغانستان د شعیه مذهب یوې ډلې د اسلامی امارت له نوی حکومت غوښتی چې، جعفری مذهب په رسمیت وپېژنی او د یوه ټولګډونی حکومت په چوکاټ کې دې د دوی حقونو خوندی کړل شی.
دغې ډلې په یوه بیا کې د اسلامی امارت له حکومته غوښتی چې، د شیعه ګانو مدنی، سیاسی، اقتصادی، ټولنیز، کلتوری، سیاسی حقونه او د بیان ازادی خوندی کړی.
حسین عالمی بلخی چې، د «افغانستان د شیعه ټولنې غوښتنې او نظریاتو» تر سرلیک لاندې د یادې مسودې د چمتو کوونکو د ډلې غړی دی، رسنیو ته ویلی، چې دا د شیعه ګانو “عمومی” غوښتنې دی او په وینا یې دا مسوده د ټولو سیاسی او کلتوری بنسټونو او مهمو شیعه څېرو په شتون کې جوړه شوې ده.
هغه ویلی، د شعیه ګانو په استازیتوب دغه غوښتنې د اسلامی امارت له ټولو مشرانو سره شریکوی.
په بیانیه کې د شیعه ګانو د بنسټیزو غوښتنو په ګډون د پخوا په څېر د جعفری مذهب د رسمی دریځ ساتنه، د شیعه ګانو لپاره د دې مذهبې له مخکې محکمو کې پرېکړې کول او په قضا کې د شیعه ګانو د ونډې غوښتنه هم شامله ده.
شعیه ګانو په دغې بیانیه کې د اسلامی امارت د هغه ژمنې هرکلی کړی چې د ټولو افغانانو لپاره ټول ګډونی حکومت جوړوی او د دوی په وینا ثبات او پرمختګ به د شیعه ګانو له ګډون پرته ناشونی وی.
گهیځ