د WFP اداره وایی، افغانستان کې بشری وضعیت ته د رسېدنې لپاره موجوده سرچینې کافی نه دی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په یوه تازه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې په افغانستان کې بشری وضعیت ته د رسېدنې لپاره موجوده سرچینې کافی نه دی.

دوی ټینګار کوی چې په روان زېږدیز کال کې د راستنېدونکو کډوالو او سېلاب‌ ځپلو د لاسنیوی لپاره ۱٫۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

په راپور کې دغه راز ویل شوی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشری عملیاتو لپاره یاده اداره د ۵۱۰ میلیونه ډالرو کمښت سره مخ ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې وروستیو سېلابونو په ۶ ولایتونو کې زرګونه کورونه نړولی او د ځپلو شویو افغانانو د بېړنی لاسنیوی لپاره له ۲۷ میلیونو ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، په سېلاب‌ ځپلو سیمو کې خلک له سختې لوږې سره مخ دی او وروستیو سیلابونو یې اړتیا ډېره کړې ده.

په راپور کې دا هم ویل شوی چې د وروستیو سیلابونو له امله په ۲۵ ولایتونو کې هېوادوال ځپل شوی چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د دوی د بېړنی لاسنیوی لپاره ۱۴٫۵ میلیونه ډالره پکار دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.