کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې زرګونه لاریون کوونکی د فلسطین په ملاتړ د سپینې مانۍ مخته راټول او له بایډن غواړی، چې د اسراییلو له ملاتړه دې نور لاس واخلی.
ګارډین ورځپاڼۍ لیکلی، لاریون کوونکو له ځانونو سره هغه تختې هم لېږدولې، چې پرې لېکل شوی و، بایډنه ستا لاسونه په وینو لړل شوی او فلسطین آزاد کړئ.
لاریون کوونکو همداراز په غزه کې د نسل وژنې پر ضد شعارونه هم له ځان سره لېږدول.
بلخوا پولیسو د لاریون کوونکو تیت پرک کولو لپاره له مرچ لرونکې سپرې استفاده کړې او ځینې لاریون کوونکی یې نیولی هم دی.
د سپېنې مانۍ مخ ته لاریون وروسته له هغې ترسره شو، چې بایډن په خپله وروستۍ بیانیه کې پر رفح ښار د صهیونیستی رژیم بریدونو ته په غبرګون وویل، دا بریدونه اسراییلو سره د امریکا ملاتړ سره کرښه نه نقض کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ساعتونو کې پر غزه د اشغالګرو اسراییلو په بریدونو کې ۲۱۰ تنه شهیدان او ۴۰۰ نور ټپیان شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ