کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې په هرات کې د (عالیست افغانیست) ملی نندارتون په دوو جلا برخو کې د ښځو او نارینه وو لپاره پرانیستی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال سوداګرۍ رییس ویلی، د سرپرست حکومت مشرتابه په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو بېلابېل نندارتونونه جوړ کړی، چې له دې جملې څخه ۶ یې بهرنی دی.
نوموړی زیاتوی، چې د کارخونو د حالت د ښه والی لپاره په ورته محصولاتو د ګمرکی تعرفو د لوړولو په ګډون بېلابېل اقدامات ترسره کړی، څو کورنی صنعت وده وکړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې تراوسه پورې افغانستان څه باندې ۲۷۰ قلمه کورنی محصولات صادر کړی، څه باندې ۱۳۵ قلمه تولیداتو په برخه کې ځان بسیاینی او ۷۸ قلمه نورو تولیداتو په برخو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ