خېریه بنسټونو له سېلاب ځپلو سره ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخژ د عدلیې وزارت مسوولینو ویلی، چې په دغه وزارت کې ثبت شویو خېریه بنسټونو په بغلان او تخار کې له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د خبر پر بنسټ دغه وزارت له ثبت شویو خېریه بنسټونو او اتحادیو غوښتی وو، چې په بغلان او تخار کې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړی

څو اوونۍ وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونو کې درانه ځانی او مالی زیانونه واوښتل.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان سېلاب ځپلو ته د پام لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان ویلی، چې له سېلابونو په اغېزمن شویو ولایتونو کې وضعیت ناوړه دی او دغو سېلابونو په بغلان، بدخشان او تخار کې ۶۰ زره کسان اغېزمن او اووه زره او ۸۰۰ کورونه یې ویجاړ کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.