کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان زېږدیز کال په وروستیو دوو میاشتو کې د لومړۍ میاشتې په پرتله د کانګو ناروغی ۳۸ سلنه زیاته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلی، د روان زېږدیز کال د پنځو میاشتو پرمهال ټول هېواد کې څه باندې ۲۰۰ تنه پر کانګو اخته شوی او ۶ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوی دی.
د کابل د انتانی روغتون یو شمېر ډاکټرانو هم ویلی، چې په روانه میاشت کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دی.
دوی زیاتوی چې د پنځلسو کسانو له ډلې چې د کانګو ناروغۍ د معاینې لپاره دغه روغتون ته ورغلی، د اتو تنو د معایناتو پایله مثبته وه.
تېر کال هېواد کې د کانګو ناروغۍ د سل تنو افغانانو ژوند اخیستی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ