د افغانستان بانک وایی، کوچنیو پورونو ته به خلک لاس رسی پیدا کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلی، چې د افغانستان بانک ژمن دی، څو د هېواد ټولو برخو ته مالی خدمتونه ورسوی.

د افغانستان بانک مسوولین وایی، د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام کې نیولو سره مقرره جوړه شوې، چې په پلی کېدو سره به یې خلک وکولای شی، په آسانه توګه کوچنی پورونه تر لاسه کړی.

 د مسوولینو په خبره کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بې وزلۍ کچه راټیټوی او د دندو په رامنځته کولو کې مرسته کوی.

 بلخوا روزا اوتونبایوا هم په خپلو خبرو کې مالی خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ګټور بللی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.