کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو د جګړې د کابینې وزیر بینی ګانټز له خپلې دندې استعفاء وکړه
بینی ګانټز همدراز په نتنیاهو تور پورې کړی، چې د غزې جګړې تر ستراژۍ د مخه خپل شخصی سیاسی ملاحضات ځای پر ځای کوی
بینی ګانټز په راتلونکو څو میاشتو کې پر ټاکنو ټېنګار درلود.
ګانټز تر استعفاء وروسته له یرغمل شویو کورنیو بښنه غوښتې او د غزې په جګړه کې یې خپله ناکامې منلې
هغه زیاته کړې، چې په ازموینه کې ناکام شوی او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لری.
ګانتز په داسې مهال استعفاء ورکوی، چې نتنیاهو له نوموړی د اسراییلو په اضطراری حکومت کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه او ویلی یې وو، چې دا د یوالی وخت دی، د وېش وخت نه دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ