کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهی صندوق مسوولینو ویلی، چې ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالرو مرسته کړې
د خبر پر بنسټ دا مرسته له افغانستان سره د ډنمارک درېیمه مرسته ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهی صندوق ویلی، چې دا مرسته به د ښځو پر پیاوړی کولو، اقلیمی بدلون پر وړاندې پر مبارزې، بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د چوپړونو پر وړاندې کولو ولګول شی
ډنمارک تېر کال هم له افغانستان سره ۴۲ میلیونه ډنمارکی کرونه چې ۶.۲ میلیونه ډالر کیږی، مرسته کړې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ