د روانې اونۍ په سر کې د جوزا په ۱۹مه او د جون په اتمه، د ایران په پلازمېنه تهران کې د څو سیمه ییزو هېوادونو ځانګړی استازیو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې. پدې ناسته کې چې د افغانستان په اړه د تماس د سیمه ییزې ډلې دویمه غونډه وبلل شوه د افغانستان لپاره د ایران، چین، روسیې او پاکستان ځانګړی استازیو برخه درلوده چې د رسنیزو راپورونو پر بنسټ، دغه ناستې ته د افغانستان د اوسنی حکومت د استازی له وربلل کېدو سره سره، د یو لړ وجوهاتو له امله دغه استازی پکې ګډون نه و کړی.
د تهران پدې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړی استازی آصف علی درانی او همدا راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د خپلو هېوادو په استازیتوب ګډون کړی وو او په بحثونو کې یې ونډه درلوده.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د ایران سفیر ښاغلی کاظمی قمی چې د یادې ناستې کوربه ؤ، په خپلو خبرو کې د دې ټکی په یادولو سره چې په افغانستان کې د بحران او کړکیچ کچه ډېره لوړه ده او دې ټکی ته یې هم اشاره وکړه چې د ده په خبره په افغانستان کې د ځینی بدلونونو د راتللو لپاره د دوی څرګندونې باید د افغانستان په چارو کې مداخله و نه ګڼل شی، ځکه په خبره یې دوی د خیر غوښتنې د روحیې له مخې دا خبرې کوی او دا یې هم وویل چې د تهران په دغه ناسته کې افغانستان په اړه د ملګرو ملتو سازمان له اړخه، په دوحه کې پر جوړیدونکې غونډه باندې هم بحث وشو.
اوس د دې څېړنه او ارزونه چې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادو د رسمی مقاماتو او ډیپلوماتیکو استازو څرګندونې د ښاغلی کاظمی قمی په خبره د افغانستان په چارو کې د دوی له اړخه د مداخلې هڅه ده یا نه؟ ځان ته بحث دی خو باید هېر نه کړو چې تېر ته په کتو، یو شمېر شنونکی او سیاست مداران ورته د شک په سترګه ګوری.
بل خوا لکه چې ګورو پدې ورځو کې د افغانستان لپاره د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو هم خبرې او بحثونه ګرم روان دی او د رسنیو د راپورونو تر مخه په تهران کې د افغانستان د تماس ډلې په دغه وروستۍ ناسته کې هم د قطر د یادې ناستې په تړاو خبرې وشوې چې لا هم د دې کرښو تر لیکلو پورې په دغه نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اوسنی حکومت د ګډون یا نه ګډون برخلیک روښانه ندی.
همدارنګه په همدغه شپو ورځو کې چې په تهران کې د افغانستان د تماس ډلې یاد کنفرانس روان ؤ، د چین پلازمینې ته د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف سفر هم ترسره شو چې هم د سفر په دوران کې د بحثونو او مذاکراتو په ترڅ کې او هم د دواړو لوریو په وروستۍ رسمی اعلامیه کې د افغانستان په تړاو خبرې شوې دی او دلته هم بیا په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړښت ټینګار شوی دی.
اوس دې ټولو ته په کتو او دې ته په پاملرنې سره چې د تهران په وروستۍ سیمه ییزه ناسته کې د افغانستان د حکومت استازی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې خو ګډون یې ندی کړی او د دوحې په نړیواله ناسته کې هم لا د افغان حکومت د ګډون یا نه ګډون حال ندی معلوم، ویلای شو چې په افغانستان کې د حاکم او ځواکمن حکومت د استازو له ګډون پرته به د دا ډول ناستو او غونډو څخه هغه مطلوبه نتیجه ترلاسه نشی چې په کار ده.
له همدې امله ده چې باید نړیوال سازمانونه او زمونږ ګاونډی هېوادونه دې ته پاملرنه وکړی او د پخوا په څېر هڅه ونکړی چې د یوه لوری د په پام کې نه نیولو یا د یوه قوی لورې د حذفولو له لارې د افغانستان ستونزو او کړکیچونو ته د پای ټکی کېږدی چې د تېرو تجربو له مخې به پدې کار لازمه نتیجه مرتبه نشی.
د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو ملکونو په تېره بیا ایران او پاکستان مداخلې او لاسوهنې او د خپلې خوښې او غوښتنې مطابق د دې هېواد د حالاتو او په اړه یې د ترسره شویو یا ترسره کېدونکو ناستو او غونډو د پرېکړو را ګرځونه، که څه هم د افغانستان د ګاونډیانو تل پاتې عادت دی، خو تر څنګ یې باید دې ته هم پام وشی چې د تېرو ترخو تجربو په پام کې نیولو سره د زور سیاست او یا د یوه لوری د نظریاتو په پام کې نه نیول دلته روان د کلونو کلونو کړکیچ ته د پای ټکی نشی اېښودلای او باید د تفاهم او ګډ کار له لارې ستونزې را کمې او کړکیچ پای ته ورسول شی، دا هغه څرګنده موضوع ده چې په نژدې تاریخ کې څو ځلې ثابته شوې او د افغانستان وګړی یې بیا تکرار نه غواړی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ