د مالاوی د مرستیال ولسمشر الوتکه لا درکه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ د افریقا ختیځ کې پروت مالاوی هېواد د مرستیال ولسمشر الوتکه له رادرا وتلې او بې درکه شوې ده

د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ د دې خبر په تایید سره ویلی، دغه الوتکه چې په کې پر مرستیال ولسمشر سایولوس چیلیما او د هغه پخوانۍ مېرمنې سربېره ټول ۱۰ کسان سپاره وو، له پلان سره سم په مزوزو هوایی ډګر کې نه ده ښکته شوې او نا درکه شوې ده.

خبر زیاتوی چې له الوتکې سره د اړیکو نیولو هڅه شوې، خو کومه مثبته پایله یې نده لرلې او د سپرلۍ د مرګ او ژوند په تړاو تر اوسه هېڅ ډول مالومات نشته.

د یاد هېواد چارواکو ویلی، سلګونه پولیس او پوځی مامورین په غرونو او ځنګلونو کې د بې درکه الوتکې پلټنه کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.