د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند ملاتړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن طرحې ملاتړ کړی.

یادې شورا له اسراییلو او حـ.ـماس غوښتی، چې دغه طرحه دې د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ومنی.

په ورته مهال حـ.ـماس د امریکا له دغې طرحې ملاتړ کړی او د منځګړو په مرسته د دغې طرحې د اصولو اجرا لپاره یې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی.

ویل کیږی روسیې دغې طرحې ته ممتنع رایه ورکړې او د امنیت شورا پاتې ۱۴ غړو ترې ملاتړ کړی.

د یادولو ده چې دغه طرحه درې مرحلې لری او د روان کال د مۍ میاشتې په ۳۱ نېټه د امریکا ولسمشر جوبایډن له لوری وړاندې شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.