د مرغومی اوومه نېټه د هر کال په څېر سږ کال هم د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د فعالیت د پیل د کلیزې په توګه لمانځو او ویاړو چې پر ولس او هېواد د هر ډول ستړنزمنو شرایطو له راتلو سره سره بیا هم ګهیځ پدې موده کې د سبا ستوری په توګه د افغان لیکوالو او ژورنالیستانو په خدمت کې ځلېدلی او تل یې په سنګر کې د پراته سرتېرې په ډول ددې ولس او دې هېواد له ملی او دینی ارزښتونو دفاع کړې او خپل رسالت او تعهد ته ژمن پاتې شوی دی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د خپل کار له پیل نه بیا تر نن پورې، د یوې مسلکی او په کار پوه ټیم تر مشرۍ لاندې د خپلو هېواد والو او هم مسلکانو د خدمت لپاره مټې را نغښتې او تل یې د ژورنالیزم او لیکوالۍ په ډګر کې د خپلو هم مسلکانو د ستونزو او کړاوونو د انعکاس او د هغې لپاره د حل لارې موندلو لپاره خپل آواز پورته کړی دی.
په ګران هېواد کې تر وروستیو سیاسی نظامی تحولاتو وروسته چې یوې خواته ګڼ شمېر لیکوالو او ژورنالیستانو د دفاع ټولنو یا هېواد پرېښود یا له خپلو دندو او مسلکی فعایتونو څخه لاس په سر شول او بل اړخ ته په هېواد کې عمومی وضعیت د ولس د بلې هرې طبقې په څېر لیکوال او ژورنالیستان هم اغېزمن کړل، ګهیځ ټولنې د تل په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکړ او اوس هم د پخوا په څېر نه یوازې د لیکوالو او ژورنالیستانو د دفاع په سنګر کې پروت دی بلکې د تل په څېر یې د افغان لیکوالو او ژورنالیستانو د مسلکی روزنې، د هغوی د ظرفیتونو د لوړونې او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په لار کې خپلې هلې ځلې جاری وساتی.
ګهیځ په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه بیا تر ننه تل هڅه کړې د خپلو هم مسلکو هېواد والو په غم او درد کې ځان شریک و ګڼی او تل یې د خپل هم مسلکانو د ستونزو او نا خوالو د هوارولو په لار کې هلې ځلې کړې او خپلې همدې کړنلارې ته به بیا هم په پوره ژمنتیا سره دوام ورکوی.
د ګهیځ د لا زیاتې ځلېدا او غوړېدا په هیله.
گهیځ