د اسلامی بانکوالۍ سکټور کې د خلکو د امانتونو کچه ۴ سلنه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۳سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک د سرپرست رییس په مشرۍ د دې بانک د عالی شورا غونډه کې د پولی سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکوالۍ سکټور د وضعیت، د اسلامی بانکوالۍ د پراختیا، د صرافی فعالیتونو د میکانیزه کولو او مالی خدمتونو ته د خلکو لاسرسی په تړاو خبرې شوې دی.

د خبر پر بنسټ، په دې غونډه کې د یاد بانک رییس ویلی، د اسلامی بانکوالۍ په سکتور کې د خلکو د امانتونو کچه د تېرې ربعې په پرتله څلور سلنه زیاته شوې ده.

نوموړی زیاته کړې، په تېر یو کال کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.