کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادی معاونیت دفتر ویلی، له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې سویلی آسیا ته د ریل پټلۍ غځولو د نوې پروژې پلی کېدو ته ژمن دی
اقتصادی معاونیت زیاته کړې، چې د دې پروژې په پیلېدو سره به قزاقستان د ترکمنستان او افغانستان له دې لارې پر منځنۍ آسیا سربېره له چین، روسیې او اروپایی بازارونو سر ونښلول شی.
دوی دغه راز زیاته کړې، چې په دې پروژې سره به د افغانستان د کانی موادو په لېږد کې هم پرمختګ وشی
د مسوولینو په وینا د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په لږ وخت کې سوداګریز توکی هدف ته ورسېږی او د کارونو پیلېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینې هم برابرې شی.
د خبر پر بنسټ، د دې پروژې پلی کېدو سره مرکزی او سویلی آسیا د افغانستان له لارې په نوې شبکې سره نښلول کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ