د امریکا په پوځ کې د سرتېرو ځان وژنه څو برابره زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا USA TODAY ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلی، د امریکا پوځ کې د سرتېرو د ځان وژنې شمېرې تر هغو څو برابره زیاتې دی، کوم چې له دښمن سره په جګړه کې وژل کیږی.

د دغې ورځپاڼې په راپور کې ویل شوی، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تر اوسه د امریکا پوځ کې ۵۵ سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

د یادې ورځپاڼې یو څېړنیز راپور ښیی، چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د امریکا پوځ کې ۸۳۳ تنو ځان وژنه کړې وه.

د امریکا پوځ کې د ځان وژنې د لاملونو په نوم دغې ترسره شوی څېړنیز راپور کې همداراز راغلی، چې په همدې موده کې په جګړو کې وژل شویو سرتېرو شمېر یوازې ۹۶ تنه دی.

که څه هم یادې ورځپاڼې د دې ځان وژنو اصلی لامل په اړه څه نه دی ویلی، خو روان پېژندونکو د دې کړنې لامل روحی ستونزې او وجدانی عذاب په ګوته کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.