کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې د جګړې پای ته رسولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا طرحې تصویب ملاتړ کړی او هغه یې غزه کې د نسل وژنې پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، غزه کې د دایمې اوربند لپاره رغنده خبرو ته اړتیا ده، څو د دې تړانګې وګړو ته د عادی ژوند زمینه برابره شی.
افغان حکومت یو ځل بیا د صهیونیسی رژیم جنایتونه غندلی او د یوه آزاد او خپلواک هېواد لرلو لپاره یې د فلسطین د خلکو د تاریخی حق ملاتړ کړی.
د ملګرو ملتو امنیت شورا وړمه ورځ غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن وړاندې کړې طرحه تصویب کړه، چې حـ.ـماس غورځنګ یې ملاتړ وکړ او د دې طرحې د پلی کولو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ