کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال په مشرۍ د اقتصاد کمېسیون غونډه کې د سروبی دوهم بند جوړېدو، جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازی برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت د رغنیزو موادو د جوړې شوې مسودې او یو شمېر نورو اقتصادی موضوعاتو پر سر خبرې شوی دی.
دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سروبی دوهم بند د جوړېدو په اړه له بېلابېلو شرکتونو سره تخنیکی بحثونه ترسره کړی.
همداراز یاد وزارت ته لارښوونه شوې، چې جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازی برېښنا د تولید په اړه له کانونو وزارت سره په ګډه د طرحې له وړاندې کوونکی شرکت سره تخنیکی بحثونه هم کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ