کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۶مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان هجري شمسي کال له پيل راهیسې يې کوچني او لوی کانونه په قرارداد ورکړي، چې د دې تړونونو حجم شاوخوا یو میلیارد افغانیو ته رسیږي.
د کانونو وزارت مسوولین زیاتوي، چې په روان کال کې تر دې دمه د کانونو ټول تړونونه له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، هېواد کې د کانونو په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او په دې برخه کې د پانګوالو د پانګونې لېوالتیا هم شته چې راشي او پانګونه وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/