کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې العربیه رسنۍ ویلی، چې د جمعې په ورځ د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی، ارمنستان په رسمی ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.
ارمنستان وروسته له هغې دا اقدام وکړ، چې څه موده وړاندې په غزې کې د جګړې له دوام سره هم مهاله ایرلنډ، نروژ او اسپانیا د فلسطین حکومت د رسمیت پېژندلو اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې له فلسطین څخه د ملاتړ په موخه د روان کال می میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلې د ۱۹۳ غړو هېوادونو له لوری ۱۴۳ هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ