کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ د شتون په اړه د ځینو رسنیو خپاره کړی معلومات ناسم بللی.
وروسته له هغې چې یو شمېر رسنیو افغانستان کې د کولرا ناروغۍ په اړه راپورنه نشر کړل، عامې روغتیا وزارت د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلی، چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کولرا ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
یاد وزارت ویلی، رسینو کې د ملګرو ملتونو له لوری د ۲۰۲۴ ز کال د جون پر ۱۹مه هغه راپور استناد شوی، چې د ختیځې مدیترانې حوزې په اړه خپور شوی او د افغانستان لپاره په کې د حادو اسهالاتو کلمه استفاده شوې، چې د کولرا له ثبت شویو ارقامو سره هېڅ تړاو نه لری.
سرچینه زیاتوی، چې دغه وزارت له ساری ناروغیو سره پر ګډې مبارزې باور لری او هڅه کوی، چې له نړیوالو همکارانو سره په شریکه یې کنټرول لپاره اقدامات وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ