ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۸مه) د بریتانیا چارواکی وایی د اسلامی امارت تر راتګ وروسته برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۱۲ زره لا هم د کورونو د موندو په تمه په هوټلونو کې ساتل شوی دی.
ګارډین ورځپاڼې د حکومتی چارواکو له خولې ویلی چې د ۱۶ زرو لېږدول شویو افغانانو له ډلې یوازې څلور زرو کسانو کورونه پیدا کړی دی.
د رسمی شمېرو له مخې د اګست له میاشتې راهیسې ۱۶ زره افغانان بریتانیا ته لیږدول شوی دی.
۱۲ زره افغان کډوال به د نوی میلادی کال پیل په هوټلونو کې د دایمی استوګنځایونو د ترلاسه کولو په هیله تېروی.
د بریتانیا د کورنیو چارووزارت ویاند وایی له ۳۰۰ ډېرو سیمه ییزو شوراګانو نه غوښتل شوی چې په ټول هېواد کې افغان کډوالو ته د دایمی استوګنځایونو زمینه برابره کړی.
په هوټلونو کې میشت ډېری افغانان د خپل ناڅرګند برخلیک له امله اندېښمن دی.
دوی غوښتنه کوی چې که دوی ته استوګنځایونه ژر ورکړل شی نو دوی به خپل نوی ژوند پیل او بچیان به یې ښوونځیو ته تګ پیل کړی.
یو شمېر افغان کډوال وایی اوس چې په بریتانیا کې د کورونا وېروس پېښې بیا ډېرې شوی او له امله یې دوی په هوټلونو کې قرنطینېږی نو له دې سره به د دوی ژوند لا ستونزمن شی.
د بریتانیا په هوټلونو کې میشت افغان کډوال د دایمی ادرسونو د نه لرلو له امله د کار کولو اجازه هم نه لری او لویه برخه ماشومان یې له زده کړو تر دې مهاله بې برخې دی.
گهیځ