له ایران او پاکستانه سلګونه نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې پرون ۸۴۱ افغان کډوال له ایرانه په خپله خوښه، یا هم جبری ډول افغانستان ته وېستل شوی دی.

دغه راز د غبرګولی یا جوزا پر ۳۱مه او د چنګاښی یا سرطان پر لومړۍ نېټه بیا له پاکستانه د ۱۱۰ افغان کډوالو د جبری ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغه وزارت لیکلی، ځینې اړ کسان د لومړنیو مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوالو ادارو ته وروپېژندل شول.

له پاکستانه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ روانه ده، چې ورسره ایران هم د افغان کډوالو وېستلو ته شدت ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.