کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یمن حوثی ځواکونو اعلان کړی، چې د عراق د اسلامی مقاومت ډلې سره په ګډو عملیاتو کې یې د اسراییلو په شمال اړوند حیفا بندر کې څلور بېړۍ په نښه کړې دی.
یورو نیوز خبری شبکې خبر ورکړی، چې دغو دوو ډلو په حیفا بندر کې پر څلورو اسراییلی بېړیو بریدونه کړی دی.
د حـ.ـوثی پوځ ویاند یحیی سریع ویلی، چې دا بېړۍ په هغو شرکتونو پورې تړاو لری، چې د اشغال شوی فلسطین بندرونو ته د ننوتلو بندیز څخه یې سرغړونه کړې ده.
همدا راز العربیه خبری شبکې بیا د یو بل خبر په خپرولو سره ویلی، چې د یمن د حدیده ولایت لویدیځ کې په یوه سوداګریزې بېړۍ د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.
د دې پېښې په اړه د بریټانیا د سمندری سوداګرۍ عملیاتی مرکز نن ویلی، چې دوی د یمن له حدیده بندر څخه ۶۵ کیلومتره لرې د دې پېښې په اړه راپور ترلاسه کړی دی.
که څه هم د یمن حـ.ـوثی ځواکونو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د اوکتوبر له اوومې راهیسې یې د فلسطنیانو په ملاتړ په سور سمندر کې له ۱۵۰ څخه زیات په اسراییلی او یا هم اسراییلو ته په تلونکو بېړیو بریدونه کړی دی.
د یمن حوثی ځواکونو له دې وړاندې ګواښ کړی و، چې په غزه کې د اسراییلی اشغالګرو د روان یرغل تر درېدو پورې به په سور سمندر کې پر اسراییلی بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ