کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سعودي عربستان د روغتیا وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې ۸۳ سلنه مړه شوي هغه حاجیان دي، چې له دوی سره رسماً د حج کوونکو په توګه نه وو ثبت شوي.
دغه حاجیان تر ډېره په سره لمر کې د اوږده واټن قدم وهلو له امله مړه شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د مړو شویو حاجیانو څه باندې ۵۰ سلنه یې د مصر هېواد اتباع دي.
د خبر پر بنسټ سعودي عربستان له ۱۶ مسافرتي شرکتونو څخه د دې لپاره جوازونه اخیستي، چې یو شمېر حاجیانو ته یې په غیر رسمي ډول عربستان ته د سفر زمینه برابره کړې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/