کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترافیک پولیسو عمومی ریاست ویلی، چې په ټول هېواد کې د لوی اختر ورځو پرمهال د ۹۷ ترافیکی پېښو له امله ۴۸ تنه مړه شوی او ۱۶۱ نور ټپیان شوی دی.
د دوی په وینا خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې غوری هېواد کې د ترافیکی پېښو عمده لاملونه دی.
بل لور یو شمېر ولسی خلک په هېواد کې د ترافیکی پېښو د زیاتوالی اصلی لامل د بې اسنادو موټرو ډېروالی ګڼی.
تر دې وړاندې د ترافیک پولیسو عمومی ریاست هېواد کې د ترافیکی پېښو د مخنیوی په موخه د یوې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې د برېښنایی مدیریت طرحه به د هېواد په پنځو لویو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ترافیکی پېښې په کې شوی، پلې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ