سوداګریز پرېکون؛ د ویښ ضمیر او اسلامی ورورګلوۍ مهمه غوښتنه!

نړیوال رسنیز رپوټونه “د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې خیریه ټولنې” له قوله خبر ورکوی چې د یادې ټولنې په اټکل پر غزه باندې د اسرائیلو د برید له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۲۱ زره ماشومان ورک دی او زیاتوی چې د جګړې او ګډوډۍ پر مهال، په تېره بیا پر “رفح” د اسرائیلو تر برید وروسته، د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو د وروستۍ لړۍ په ترڅ کې ډېر کسان له خپلو کورنیو جلا شوی دی او ورک دی.

داسې اټکل هم کېږی چې ښایی ډېر کسان د غزې په تړانګه کې تر کنډوالو لاندې بند پاتې وی او ډېر مړی په نامعلومو قبرونو کې ښخ کړای شوی وی.

د غزې په تړانګه کې د ځایی حکومت د عامې روغتیا وزارت هم وایی چې په نژدې ۳۸ زره وژل شویو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۴ زره یې ماشومان، ښځې او د ډېر عمر درلودونکی کسان دی.

دا چې د ماشومانو د ژغورنې د نړیوال سازمان له اړخه وړاندې شوی او خپاره شوی رپوټونه او شمېرې څومره کره دی، ځان ته جلا بحث دی خو د نړۍ د آزادو خبری سرچینو په وینا د غزې په وروستۍ غمېزه کې د انسانی تلفاتو او په تېره بیا ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه ده او په ټوله کې دا غمېزه تر دې ډېره ستره ده چې اټکل او تصور یې کېږی.

بل لوری ته د غاصبو او وحشی اسرائیلی پوځونو له خوا د فلسطینی مظلومو وګړو او په تېره بیا د ښځو او ماشومانو دا ټول وژنه پداسې حال کې روانه ده چې د لویدیځو رسنیو په اصطلاح آزاده او متمدنه !! نړۍ او په سر کې یې هم امریکا، په خپل ټول استعماری ځواک سره اوس هم د اسرائیلو د غاصب او وحشی رژیم تر شاه ولاړه ده او د دغه عامه وژنې او د یوویشتمې پېړۍ د ستر بشری جنایت ملاتړ کوی.

تر دې ور ها خوا بله غمېزه دا ده چې د وحشی اسرائیلو د دې بشری جنایت په وړاندې زمونږ ګڼ اسلامی او عربی ملکونه پټه خوله ناست دی او لا اوس هم له اسرائیلو سره خپلې ډیپلوماټیکی او سوداګریزې اړیکې پالی.

یقینی خبره ده چې که د غزې ولس وروستی پاڅون نه وای پیل شوی، نو اوس به مو د سعودی عربستان په ګډون ډېر اسلامی او عربی ملکونه کتلی وای چې د غاصبو اسرائیلو واکمنی یې په رسمیت پېژندلې وای او له دغه یرغلګر رژیم سره یې ډیپلوماټیکی اړیکې پیل کړې وای.

په هر ترتیب، نن د نورو ګڼو لارو چارو تر څنګ چې باید له یرغلګرو اسرائیلو څخه د مظلومو فلسطینی مسلمانانو غچ پرې واخیستل شی، د نړۍ د ټولو مسلمانانو له خوا د اسرائیلی او یهودی سوداګریزو توکو سره پرېکون او مقاطعه ده ترڅو د کم تر کمه د دغه غاصب او انسان وژونکی رژیم د جنایاتو په وړاندې یې د مسلمانانو یو آواز او غبرګون ښودلی وی.

که څه هم دغه کار شاید ډېرو مسلمانانو ته د پام وړ او د اسرائیلی جنایتونو د کره ځواب په توګه اهمیت و نه لری خو که چېرې همدا پرېکون او مقاطعه د یوه منظم پلان او یوه هر اړخیز ګام په توګه د ولسونو له خوا ترسره شی، د اسرائیلی یرغلګرو جنګی ماشین ته لوی زیان رسولای شی او که چېرې دغه ګام ته د نړۍ د مسلمانانو د یوې نړیوالې دینی او ټولیزې فریضی په سترګه وکتل شی، یقینی خبره ده چې د وحشی اسرائیلو جنګی ماشین ته نه جبرانېدونکی زیان ور اړولای شی.

په تېرو یو دوه اونیو کې د افغانستان د مسلمان ولس یو شمېر وېښو او با احساسه ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې دا ډول یو کمپاین پیل کړی دی او د مسلمان ولس له خوا ښه استقبال شوی هم دی، خو پر دې سربېره د دې کار او دغه ګام د لا ښه تنظیم او سمون لپاره باید ولس ټول سره یولاس او یوه خوله شی او تر ټولو اړینه دا ده چې پدې لار کې لومړی په خلکو کې عامه پوهاوی را مینځ ته شی او خلک د دې ګام په موخو او پایلو باندې پوه کړای شی.

دا هم باید هېر نه کړو چې زمونږ پر عام ولس سربېره، د ملی سوداګرو او پلورونکو مرسته هم پدې لار کې اړینه ده ترڅو د خپلو مسلمانو او مظلومو فلسطینی وروڼو تر څنګ ودرېږی او د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د ترپښو لاندې کولو غچ، د اسرائیلی او یهودی سوداګریزو توکو سره د پرېکون له لارې واخلی.

یقینی خبره ده چې که دا کار د یوه منظم پلان او یوه اسلامی احساس له لارې ترسره شی او داسې وګڼل شی چې د اسرائیلی توکو اخیستل او له دغه رژیم سره سوداګریزې اړیکې ساتل، د مظلومو فلسطینی ماشومانو په عامه وژنه کې ونډه اخیستل دی او په آخرت کې به یې ځواب غوښتل کېږی، لیرې نده چې د وحشی اسرائیلو جنګی ماشین په ټپه ودرېږی او که بله هېڅ پایله هم ونلری کم تر کمه مونږ به د یوه مسلمان په توګه خپله دنده ترسره کړې وی او د فلسطینی ماشومانو په وینو به مو لاسونه، نه وی سره کړی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.