کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملی لوبډلې د بنګلدېش ټیم په ماتولو سره وکولای شول، چې په لومړی ځل د شل اوریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاړ ومومی.
دغه لوبه کې افغانستان د بچې په ګټلو لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو شل اورونو کې یې بنګلدېش ته د ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.
لوبه څو وار د باران له امله وځنډېده خو پای کې افغان بالرانو وکولای شول چې د بنګلدېش لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راولی.
د دې لوبې غوره لوبغاړی نوین الحق ومونول شو، چې څلور وېکټې یې ترلاسه کړې.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله نیمه پایلوبې ته رسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ