ننګرهار کې د تازه مېوو نندارتون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوری د اوړی موسم د تازه مېوو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار مرستیال والی له دغه نندارتون څخه د لیدنې پرمهال ویلی، د دغه نندارتونو له جوړولو یې موخه په دغه ولایت کې د بڼوالۍ پراختیا ده.
نوموړی له پانګوالو غوښتی، چې د ننګرهار آب و هوا ته په کتو دې د باغدارۍ په برخه کې پانګونه وکړی.
د ننګرهار د کرنې رییس ویلی، په دغه نندارتون کې ۹ ډوله بېلابېلې تازه مېوې چې د اوړی په موسم کې ننګرهار کې کیږی، نندارې ته اېښودل شوی دی.
ننګرهار کې په داسې مهال د تازه مېوو نندارتون جوړیږی، چې په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځمکه د مېوه لرونکو بوټو باغونه جوړ شوی او مېوه یې د ننګرهار سربېره نورو ولایتونو ته هم لېږدول کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.