اردن پر غزې د اسراییلو د بریدونو د سمدستی درولو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اردن لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ایمن حسین عبدالله الصفادی په غزې تړانګه کې د اسراییلو د بریدونو د سمدستی بندولو غوښتنه وکړه.
الصفادی دغه غوښتنه د جرمنی د مرکزی پارلمان له مرستیال ایدان اوزوګز سره د کتنې پر مهال وکړه، چې دواړو چارواکو په غزه کې د اوربند او په سیمه کې د بشری ناورین د کمولو په اړه خبرې کولې.
دواړو مشرانو د غزې د تړانګې ټولو برخو ته د اوږدمهاله بشری مرستو رسولو او ډاډ ترلاسه کولو په برخه کې د همکارۍ لپاره په خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
عبدالله الصفادی ویلی، نړیواله ټولنه باید د غزې په تړانګه د اسراییلو د حملو د بندولو او د نړیوالو قوانینو او بشردوستانه قوانینو د سرغړونو د بندولو لپاره په چټکۍ سره اقدام وکړی.
نوموړی خبرداری ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې بشری ناورین ترینګلی دی او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لری.
د اسراییلو د یرغل شاوخوا اته میاشتې کیږی، چې د غزې پراخې سیمې د خوراکی توکو، پاکو اوبو او درملو د بندون او نشتون په ترڅ کې ویجاړې شوې او تر ۳۷ زرو څخه زیات فلسطینی وګړی په کې وژل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.