کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په فاریاب اندخوی ولسوالۍ کې د مالګې کان درې بلاکونو د داوطلبی پروسه پای ته رسیدلې او قرارداد یې لاسلیک شوی دی.
دوی د کانونو او پټرولیم د وزیر له قوله لیکلی، چې فاریاب کې د مالګې د کانونو د استخراج او پروسېس د عملی کار په پیل سره به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شی او افغانستان به د مالګې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شی.
د مالګې د کان د درېیو بلاکونو دغه قرارداد د ابو سعید یما پټرولیم په نوم د مالګې د پروسېس یوه شرکت ګټلى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ