ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۹مه) د اسلامی امارت امیرالمؤمنین مولوی هیبت الله اخوندزاده تېره ورځ په قندهار کې له ځایی چارواکو او د اسلامی امارت له غړو سره ناسته کړې.
امیر المؤمنین د اسلامی امارت له امنیتی چارواکو، سرتېرو او نورو کارمندانو غوښتی چې د عمومی عفوې فرمان ته درناوی وکړی، پر خلکو ظلم ونه کړی او له هغوی سره نرم چلند غوره کړی.
د اسلامی امارت ویاند ډاکټر نعیم پر ټویټر خپاره شوی دغه متن کې د اسلامی امارت له سرتېرو همدارنګه غوښتل شوی چې د پخوانی حکومت نظامی کسان او کارکوونکی د خپلو تېرو کړنو له امله ونه ځوروی.
هغه ټنګار کړی چې، مسوولیت کې زورواکی مه چلوئ او مه هم توپیری چلند کوئ، زیاتوی چې د دندې لپاره یوازینی معیار باید وړتیا وی؛ نه پېژندګلوی او قومی یا د ژبې ورته والی.
هیبت الله اخوندزاده بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ په تړاو ویلی چې په بل هېڅ هېواد کې د افغانانو عزت نه ساتل کېږی او بهر ته تلونکو کسانو ته یې لارښوونه کړې چې په هېواد کې پاتې شی.
هغه له قومی مشرانو هم غوښتی چې خپلو خلکو ته بهر ته د نه تلو په تړاو لارښوونه وکړی.
په دې متن کې امنیتی ځواکونو ته ویل شوی چې د تلاشۍ پر مهال له خلکو سره نېک چلند وکړی، هغوی ته ستونزې جوړې نه کړی، شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت ټینګېدو لپاره زیار وباسی.
افغان سرتېرو ته پر داسې مهال دا لارښوونې کېږی چې په دې وروستیو کې د پخوانی حکومت د سرتېرو او کارمندانو ځورېدو راپورونه ورکړل شول.
گهیځ