کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په غزنی کې د ګنجینې په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستی دی.
د دغه وزارت مسوولینو ویلی، په دې نندارتون کې ۸۰ غرفې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ایښودل شوې، چې ۳۲ یې ښځینه سوداګرو ته ځانګړې دی.
د ګنجینې نندارتون په پرانیست غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلی، دغه وزارت سږکال د ۵۰ ملی او نړیوالو نندارتونو د جوړېدو پلان لری.
نوموړی دغه راز زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نندارتونونه جوړ کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دې نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه، د ملی صنعت ترویج، له کورنیو تولیداتو څخه د خلکو د استفادې تشویق او د سوداګرو ترمنځ د بازارونو ارزونه ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ