راتلونکی کال به افغان محصولات ښه بازار ولری

ګهځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۹مه) د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شیر باز کمین زاده وایی را روان کال به د هیواد د بڼوالو مڼې او انار د بازار د نه درلودو له امله نه ورستېږی.
نوموړی افغان محصولاتو په اړه یادې څرګندونې د جوس جوړوونکو شرکتونو او کونسنتره چمتو کوونکو شرکتونو ترمنځ د تړون د لاسلیکولو پر مهال وکړې.
د یادو شرکتونو تر منځ د لاسلیک شوی تړون پر بنسټ، نور به د جوس جوړولو ترکیبی اجزا” کونسنتره” له کورنی شرکتونو پېرل کیږی.
کمین زاده وویل تېر کال د کورنی بازار د نه درلودو له امله په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د هیواد د بڼوالو سلګونه میټریک ټنه میوې د پولو بندیدو له امله ورستې شوې چې سلګونه میلیونه ډالر زیان یې واړاوه.
دمعدن خونې مشر وایی په۱۴۰۱ لمریز کال کې به د جوس تولیدونکو ۱۰۸ کارخانې د بڼوالو میوې په ښه بیه پر وخت واخلی چې د ضایع کیدو مخه به یې و نیول شی.
د یادونې وړ ده چې د تړون لاسلیک پر مهال د پامیر کولا،حبیب ګلزار،شفاء او امید بهار نامتو شرکتونو استازو شتون درلود.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.