کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د اندراګاندی روغتون مسوولین وایی، په وروستیو دوو میاشتو کې پر شری ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
د یاد روغتون د ساری ناروغیو د مراقبت څانګې مسوولین وایی، چې په تېرو ۲ میاشتو کې نږدې ۶۰۰ ماشومان چې پر شری، چیچک او تور زیړی اخته وو، بستر شوی دی.
د یاد روغتون ډاکټران د ماشومانو د بدن معافیت ټیټوالی او ناسمه تغذیه هغه عوامل بولی چې له امله یې ماشومان پر ساری ناروغیو اخته کیږی.
دوی وایی، پر وخت واکسین او سمه تغذیه کولای شی چې پر دې ناروغیو د ماشومانو اخته کېدو مخه ونیسی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ